امنیت

دهرات د زاول ولسوالۍ دامنيتي حالت ښه والي .

کابل باختر دثور ٢٦: دهرات ولايت دزاول ولسوال ددغې ولسوالۍ په کچه د امنيتي حالت دښه والي خبرورکړ . دزاول ولسوال محمد سعيد سروري ددغې ولسوالۍ په کچه داداري واحدونو دفعاليت خبرورکړ او ويې ويل چې اوس ددغې ولسوالۍ په کچه حکومتي فعاليتونه په نورمال ډول دوام لري . ده دغه راز د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو دولتي ادارو دفعاليتونو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې امنيتي ځواکونه ددولت دوسله والو مخالفانو ددسيسو دشنډولو وړتيا لري . دسروري د څرګندونو له مخې ، ټاکل شوې ده په زاول ولسوالۍ کې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې دولس مرکزونه جوړ شي . او خلک په دغه ملي بهير کې د وندې اخستنې مينه وال دي . محمدسعيد سروري وويل دزاول نوي جوړ شوي ولسوالۍ شپږ مياشتې کيږي چې جوړه شوې ده خو اداري تشکيلات او تاسيسات يې تراوسه پورې نه دى بشپړ شوى . ده دزاول ولسوالۍ دخلکو مستقيمې همکارى وستايلې ، په همدې حال کې دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد هم ددغې ولسوالۍ په کچه د زيات شمير امنيتي ځواکونو د کومارنې يادونه وکړه او ويې ويل چې د راي ورکولو دمرکزونو امنيت به په ډاډمن ډول تامين شي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته