ټولنه

د بغلان خلک له مخابراتي شبکو څخه سر ټکوي

کابل/دلیندۍ۱۷مه/باختر
د بغلان اوسېدونکي په دغه ولايت کې د مازيګر له ٤ بجو څخه د سهار تر ٦ بجو پورې د مخابراتي شبکو د بندېدو له امله شکايت کوي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په بغلان کې آزاد خبريال بشيراحمد عزالي وايي چې د مخابراتي شبکو د فعاليت بندېدل په بغلان کې د اطلاع رسونې په لاره کې ستر خنډ دى او له دولت څخه وغوښتل چې د دغې ستونزې د لرې کولو په خاطر چې څه د پاسه شپږ مياشتې دوى ورسره لاس او ګريوان دي؛ اقدام وکړي.
د بغلان د ځوانانو د فرهنګي ودې موسسې مسوول فرهاد فروتن په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو د فعاليت د نشتوالي له امله شکايت وکړ او ويې ويل چې د مخابراتي شبکو مسوولين د امنيتي ګواښونو په پلمه خپل مخابراتي دستګاوې د مازيګر له څلورو بجو څخه د سهار تر  ٦ بجو پورې بندوي او د جنراټورونو پر تېلو مزې چړچې کوي.
فروتن د دغې ستونزې اصلي علت په مخابراتي شبکوکې د اداري فساد رواجول او پراختيا وبلله او د بغلان د مخابراتو پر رياست يې د بې پروايۍ تور ولګاوه.
په همدې حال کې دبغلان په ولايتي شورا کې د خلکو استازي بسم الله عطاش د خلکو د طرحه شويو ستونزو په تاييد سره وويل چې د دغې ستونزې په اړوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د بغلان ولايت مقام او د دغه ولايت د مخابراتو رياست ته خبر ورکړ شوى دى، خو تراوسه په دې برخه کې کوم جدي اقدام نه دى ترسره شوى. وموغوښتل په دې اړه په بغلان کې د مخابراتي شبکو د مسوولينو نظر هم واخلو؛  خو هغوى ځواب ورکولو ته حاضر نه شول.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته