امنیت

د ملي امنیت سلاکار: له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو د سیمه ییزو ګواښونو مخنیوی ممکن دی

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٧ :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې د لوړ پوړي امنیتي پلاوي مشري کوي، نن د سه شنبې پر ورځ د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال کمال دینوف ابزال او ورسره پلاوي سره ولیدل.
د ملي امنیت شورا دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر دوام او بهبود د خبرو ترڅنګ پر راتلونکي سیاسي او اقتصادي همکاري بحث وکړ.
د  قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، چې په آستانه کې د شنګهای د همکاریو سازمان ناسته ګټوره وه او په دې ناسته کې یې د ترسره شویو ژمنو عملي کول او تعقیب او په ټوله کې د دې ډول بنسټونو شتون د سیمه ییزې ودې او ثبات له پاره مهم و باله. نوموړي وویل چې قزاقستان په دې باور دی، چې د روان میلادي په ورستیو کې د اسلامي همکاریو کنفرانس، چې په قزاقستان کې به ترسره شي د سیمې په ځانګړي توګه په اسلامي هېوادونو کې د روانو ګواښونو د مخنیو په موخه د یوالي روحیه پیاوړي کړي.
ښاغلي ابزال وویل، چې په سیمه کې یوازې د اقتصادي همکاریو په موخه اجماع ستونزې نه شي هوارولی، نوموړي زياته کړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، سازمان شوی جرمونو او د نشه یی توګو د قاچاق د مخنیوي په موخه بايد سیمه ییزه اجماع رامنځته شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر وویل، چې له تروریزم سره مبارزه د افغانستان له اوسنیو وړتیاو پورته ده، نوموړي ټينګار وکړ، چې د سیمې د هېوادونو همکاري او ملاتړ اړتیا ده، ځکه چې تروریزم دا مهال د افغانستان له سرحدونو څخه بهر په یوه سیمه ییز ګواښ بدل شوی.
ښاغلي اتمر وویل ((موږ په سیمه ییزه او نړیواله کچه مشترک دښمن ګواښي او اړتیا ده چې پر وړاندې يې مشترکه ستراتیژي او همغږي اقدامات ولرو تر څو د ترهګرۍ ګواښونه له منځه یوسو((
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، چې  هیواد به یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نړیوال مرکز جوړ کړي او په دې برخه کې یې د افغان دولت د همکارۍ غوښته وکړه. ښاغلي ابزال وویل: (( افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو مخالفتونو او لیوالتیاو قرباني دی او یوازې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په ترڅ کې روان بحران پای موندلی شي((
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د قزاقستان  له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوالو مرکز جوړیدل ښه اقدام دی او د کابل پروسې له هڅو سره د نوموړي مرکز د برنامو همغږي کول یې ګټور و بلل.
په دې ناسته کې د سولې په پروسه کې د امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان پر مثبت رول هم خبرې وشوې، دواړو لوريو د ترهګرۍ او سیمه ییزو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه د سیاسي او ډیپلوماتيکو هڅو پر زياتيدو هوکړه وکړه.
افغان او قزاقستاني پلاوو د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د عملي په موخه د هوکړې لیک په ترتیبولو سلا ته ورسیدل، چې نور پړاونه به یې د دواړو هېوادونو لخوا وروسته تعقیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته