امنیت

ديرش تنه وسله وال ياغيان ووژل شول

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٧ نيټه :

افغان امنيتي ځواکونو اودايتلاف قوتونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې  دهيواد په ځينو ولايتونوکې  دعملياتوپه بهيرکې ديرش تنه ياغي طالبان وژلي ، درې تنه يي ټپيان کړي اويوتن يي نيولي دي.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.

دغه عمليات دکابل ، سرپل ، هلمند اودارزګان ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول  چې له امله يي  ديرش تنه ياغي طالبان وژل شوي  درې تنه يي ټپيان اويو تن نيول شوى دى.

په دغو عملياتو کې يو ديرش ټنه نشه يي توکي ، ديو توغندي ، دوه پيکا، نهو مليو ډول ډول وسلو ، دوه ويشتو مخابرو ، ددرندو وسلو دشپږوګوليو ، شپاړلسو ماينونو ، نهو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو اويو موټر سايکل په گډون يوه اندازه جنګي وسايل  هم دافغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دغه راز دکابل پوليسو پرون د ار  پي  جي شپږماينونه  اويولاسي بمو دکابل ولايت دخاکجبار  اوفرزي ولسواليو په مربوطاتو کې کشف اوښنډکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته