سیاست

د خدير اوسېدونکو په پراخه توګه خپلې راى وکارولې

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د دايکنډي د خدير ولسوالۍ د راى ورکونکو اساسي ستونزه د راى ورکونکو له نومونو سره د سټيکر نه همغږي ده.
د دايکنډي د خدير ولسوال ابراهيم انصاري دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل  چې په دې ولسوالۍ کې د راى ورکولو بهير ښه روان دى، خو د راى ورکولو په ځينو مرکزونوکې سټيکر د ځينو راى ورکوونکو له نومونو سره همغږي نلري او د راى ورکولو له حق څخه بې برخې کېږي.
هغه وويل چې د خدير ولسوالۍ په پشت ورق مرکزکې د بايومتريک دوه دستګاوې ستونزه لرله چې دغه دستګاوې بدلې شوې او ستونزه حل شوې ده.
هغه وويل چې په دې ولسوالۍ کې د خلکو ګډون پراخ دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته