کابل باختر د غبرګولي دريمه :
په قوماندان توپان مشهور د عمادالله او د طالبانو د کميسيون د مسوول حاجي احمد په سرګروپى ١٦ وسله والو طالبان نن په جوزجان ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ : د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان اختر پلان مرستيال عبادالله او دجوزجان ولايت په مرديانو ولسوالۍ کې د طالبانو د کميسيون مسوول حاجي احمد له خپلو څوارلسو افرادو سره له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخيست او د سولې له بهير سره يوځاى شول .
لطف الله عزيزي زياته کړه: دغو کسانو خپل يو توغندى ويشتوونکى، يوه پيکا، دولس کلاشينکوفونه، يوه تومانچه، دوه مخابرې او اووه موټرسايکلونه هم دولت ته وسپارل .
ويل کيږي له دولت سره د دغو کسانو د پيوستون په مراسموکې يوشمېر پوځي او ملکي چارواکو ګډون کړى و.
پوځي مسوولينو له دولت سره د دغوکسانو پيوستون د امنيت په تامينولوکې يو مهم ګام وباله .
0 1 دقیقه لوستل