ټولنه

د خواشینۍ پیغام

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٩مه
د نانسي دوپري پر مړینه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خواشینۍ پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چي د افغانستان یوه لویه خواخوږې، تاریخ پوه او د افغان تاریخ د نښانو د ساتنې او ژغورنې یوه لویه مخوره او نوموتې نانسې دوپرې له دې دنیا څخه ولاړه.
زه د هغې پر مړینه سخت خواشینۍ یم، د هغې کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او افغان همکارانو او طرفدارانو ته يې د خپل تسلیت مراتب وړاندې کوم.
نوموړي له کابل سره بې حده مینه درلوده او همدا ټکی سبب شو‌ چي د ژوند تر وروستۍ سلګي دلته پاته شي. هغې تېره شپه د کابل په یوه روغتون کي له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
اغلې نانسي تر نیمي پېړۍ د زیات وخت لپاره په افغانستان کي ژوند وکړ او په دې موده کي يې تل د افغانستان او افغانانو په خیر کار او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې.
د جګړو پر مهال د افغانستان د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره هڅې، د افغانستان د غلا شويو او ورکو سويو تاریخي ابدو په بیا راستنونه کې اساسي فعالیتونه او د افغان تاریخ په برخه کي کار د اغلې نانسي له ډېرو مهمو کارونو څخه و،‌ چې افغانان به يې د اوږدې مودې لپاره منندوی وي.
هغې له افغانستان او افغانانو سره لېونۍ مینه درلوده او آن په جګړو او بدو شرایطو کې يې هم کابل پرې نښود او دلته يې د افغان تاریخ د اثارو او نښو نښانو د ساتنې لپاره هڅې وکړې.
په هیواد کې د کتاب د ودې،‌ د مطالعې د دود او فکري پرمختګ لپاره هڅې هم د اغلې ډوپري له خورا بارزو فعالیتونو څخه شمېرل کيږي او د دې برخې فعالیت يې نه هېرېدنکی دی.
د نانسي ډوپري نوم دې تلپاتې او یاد دې يې تازه وي!# 
پاى_ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته