ښوونه او روزنه

دبادغيس دکرنې مسلکي ليسې دنوى ودانۍ کار پيل شو .

کابل باختر دثورلسمه :

 دبادغيس دپوهنې رييس ددغه ولايت په مرکز کې دکرنې مسلکي ليسې لپاره دنوى ودانۍ کار دپيليدو خبر ورکړ .

 دبادغيس دپوهنې رييس سيد ضيا الدين واثقي  باختر اژانس ته وويل، دکرنې دمسلکي ليسې ودانۍ ددغه ولايت په قلعه نو کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې له بودجې څخه دڅلويښتو مليونو افغانيو په لګښت تر راتلوونکي شپږو مياشتو پورې جوړيږي .

  واثقي وويل، ددغې ليسې په ودانۍ کې ديرش درسي اواداري خونې اونور ملحقات په پام کې نيول شوي دي چې په پاخه او اساسي ډول په دريو پوړونوکې جوړيږي .

 ده وويل، دبادغيس دکرنې مسلکي ليسې  زده کوونکي  همدا اوس په کرايي خونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي چې  دمناسب  ځاى دکمښت له ستونزو سره مخامخ  دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته