امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  د هېواد په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات  دملي اردو دځواکونوله خوا ددغې ولسوالۍ دځينو سيمو دپاکولو په موخه دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، ددغو عملياتوپه بهير کې  د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم په عمليات کې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته