کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٢
په بلخ ولايت کې تېره شپه د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو او درې تنه نور طالبان ونيول شول.
دبلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د افغان د امنيتي ځواکونو له خوا په دولت آباد ولسوالۍ کې ترسره شول.
د يوه اړونده خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته د سرزيان نه دى اوښتى او د طالبانو يوه اندازه سپک او درنده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ