امنیت

درې تنه تروريست طالبان په شمال زون کې ووژل شول

کابل –باختر د وږي دمياشتې ٢٧
د هېواد د شمال ختيځ او شمال زون په ځينو سيموکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه تروريست طالبان ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د چوک سرګردان په ساحه د صوفي زمان په کلي او د مولوي ناصر په کورکې د ملي اردو د خاصې قطعې د ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شوي او دولس تنه نور د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي .
په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او په عملياتوکې شاملو منسوبينو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته