امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژ ل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې  دنويو  جګړو په بهيرکې   ووژ ل شول
دغه جګړې  تيره شپه او نن سهار دپنجوايي اوسپين بولدک په ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
دافغانستان په جنوب کې  دملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې په دې  جګړو کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه  جګړې  دطالبانو دسپرلۍ په کاروان دپوځيانوله بريد وروسته رامنځته شوې دي .
ويل کيږي  په دې  جګړو کې  سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې درې تنه وسله وال طالبان  دخپل ماين د چاودنې قرباني شول .
دغو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل دميوند ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته لاره کې ماين ښخ کړي پر دوى ماين وچاوديد او ووژل شول.
دقندهارولايت دميوندولسوالۍ  دپوليسو يو مقام وايي  چې په دې چاودنه کې  درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته