خبرونهټولنهروغتیا

د قندهار په ۶ ولسوالیو کې ۱۲ روغتیايي مرکزونه جوړ شول

کابل، د غبرګولي ۲۴ مه، باختر

د قندهار په شپږو ولسوالیو کې د دولسو روغتیايي کلینیکونو د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

ځايي چارواکي وايي چې یاد روغتیايي مرکزونه د بېل او ملینډا ګېټس خیریه بنسټ «BMGF» په مالي لګښت د قندهار په شاه ‌ولي کوټ، معروف، تخته پُل، ارغستان، میوند او نېش ولسوالیو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو روغتیايي کلینیکونو پر جوړېدو د سیمو اوسېدونکو زیاته خوښي وښودله او زیاته یې کړه چې د دغو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره یې د روغتیا په برخه کې زیاتې ستونزې اوارې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر لرې پرتو سیمو کې لا هم ګڼ شمېر خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري؛ خو اسلامي امارت وايي چې ډېر ژر به په محرومو سیمو کې د پوهنې، روغتیا او بیا رغونې په برخو کې پروژې پلي شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته