ترينکوټ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
په روزګان ولايت کې د سيند د اوبو د څپانده کيدو له امله د احتمالي زيانونو دم خنيوي لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
په لومړي ګام کې ټاکل شوې ده د ترينکوټ په ښارکې د سيند په دواړو غاړو کې زر متره استنادي ديوال جوړ شي.
د روزګان ولايت دکرنې د ادارې يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه استنادي ديوال د کرنې رياست له خوا د څوارلسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
ده وويل چې ددغه استنادي ديوال په جوړولو سره د سيلاوونو د راوتلومخه نيول کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې هرکال د روزګان په سيند کې د سيلاوونو د راوتلو له امله کروندګرو او خلکو ته زيان رسيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ