ټولنه

سيمه ييزو مسوولينو دافغانستان خلکو او چارواکو ته داختر مبارکي وويله

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٣  :
دافغانستان  په ولايتونو کې سيمه ييزو مسوولينو دنيکمرغه لوى اختر له امله دولتي  او حکومتي چارواکو او خلکو ته مبارکي وويله .
دهېواد  د  ٣٣ ولايتونو دواليانو ، نظامي قوماندانانو او دولايتي شوراګانو دمسوولينو په ګډون  دولتي او حکومتي چارواکو  باخترآژانس ته دپيغامونوپه  ليږلوسره دنيکمرغه لوى اختر له امله  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  ډاکتر محمداشرف غني احمدزي او دملي  وحدت  دحکومت اجرائيه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله او دده مرستيالانو او دافغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وويله  او هيله يې وکـــــــــــړه چې  دنوي حکومت  په پروګرامونوسره   افغانستان  دسولې اوپرمختګ  په لور  ګام واخلي .
په دغو پيغامونو کې  له خلکو څخه  غوښتل شوي دي   چې دنيکمرغه لوى اختر په بختورو ورځو کې چې  داسلام په مبين دين کې  ژورې جرړې لري دخپل هېواد دپرمختګ اوترقۍ لپاره دعا وکړي   او له دولت سره  په ګډو هلو ځلو  او همکارۍ سره  دافغانستان خلک  خپلو لرغونو هيلو ته چې هماغه په ټول هيواد کې دسولې او امنيت ټينګښت او دبيوزلۍ له منځه وړل دي ورسوي.
سيمه ييزو مسوولينو په خپلو پيغامونو کې  دنيکمرغه لوى اختر په بختورو ورځو کې دخلکو  د خوښۍ دګډوډولو لپاره  دوسله والو  طالبانو دلسګونو تروريستي طرحو شنډولو ته په اشارې سره له خلکوسره  ژمنه وکړه چې ددوى په پراخو امنيتي پروګرامونوسره ، دافغانستان دخلکو دښمنان نه شي کولاى ددوى  اختر په درد او غم بدل کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته