امنیت

د هېواد په ختيځ کې د نويو بريدونو له امله داعشيانو ته د سر دروند زيان

جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
د افغانستان په ختيځ کې د نويو هوايي بريدونو له امله د لسو تنو پاکستانيانو په ګډون شل تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو داعشيانو نن سهار د ننګرهار ولايت د کوټ، اچين، روداتو او د هسکې مينې په ولسواليوکې د دوى په پټنځيوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو هوايي بريدونوکې شل تنه داعشيان ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې:
پوځيانو په ننګرهار ولايت کې د دښمن د مهماتو د څو ډيپوګانو په کشفولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
دغه ډيپوګانې د خوږياڼيو، کوټ او دُربابا په ولسواليوکې د خاصو عملياتو په
بهيرکې کشف شوې او په لسګونو سپکې او درندوې وسلې ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته