امنیت

يو ماين ښخوونکي د خپل ماين د چاودنې له ا مله ووژل شو.

کابلباختردسرطان١٧
دملي اردو منسوبينو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې پرون دهيواد په څو ولايتونو کې ترسره کړل  دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او درې تنه نور يې ونيول شول او يوه ا ندا زه وسلې او مهمات يې ترلاسه کړل .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو منسوبينو د هرات ولايت داوبي ولسوالۍ په مربو طاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يو وسله وال مخالف ووژل شو او د وه تنه ټپيان شول.
دملي اردو منسو بينو د بغلان ولايت د نوى بغلان په ولسوالۍ کې د امنيتي دندود تر سره کولو په بهير کې درې تنه مشکوک کسان له يو کلاشينکوف او يو موټرسايکل سره ونيول .
دغه راز يو وسله وال مخالف دقند هار ولايت د پنجوا يي ولسوالۍ په مربو طاتو کې دماين دښخولو په وخت کې دخپل ماين د چاودنې له ا مله ووژل شو .
ديو بل خبر له مخې : د وسله والو مخالفينو له خوا د هلمند ولايت دسنګين اود غزني ولايت د قره باغ د ولسواليو په مربو طاتو کې ددرندو وسلو د توغولو له ا مله دملي اردو دوه تنه منسو بين شهيدان او يو بل تن ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته