کابل باختر د کب دوه ويشتمه :
د افغانستان لپاره د ملګروملتو سازمان ځانګړي استازي د پسرلي په فصل کې د جګړې د زياتېدو له امله انديښنه څرګنده کړې ده .
تاوجمي ياهجوتو د ملګروملتو په امنيت شورا کې ويلي دي: په افغانستان کې ټولې هلې ځلې بايد د امنيتي حالت د ښه والي لپاره وشي او دغه راز په افغانستان کې د داعش په ګډون د بهرنيو جګړه مارانو د شتون څارنه وکړو .
دى وايي چې د دغه هېواد د اقتصادي ودې او په افغانستان کې د امنيتي چلنجونو د څيړنې لپاره نړيوالې سياسي او مالي ملاتړ ته اړتيا ده .
دى ټينګار کوي چې په افغانستان کې د امنيتي حالت خرابوالى ددې سبب شوى دى چې په ٢٠١٦ م کال کې د بې ځايه شويو شمېر زيات شي .
تاوجمي ياهجوتو د ملګرو ملتو له سازمان څخه وغوښتل چې دسولې دتامينولو لپاره د افغانستان د حکومت د هلوځلو ملاتړ وکړي .
ده وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتيدو له امله انديښنه لري او غواړي دغه تاوتريخوالى د خبرو له لارې حل شي.
0 1 دقیقه لوستل