امنیت

په بدخشان کې د مسافرانو په کاروان د طالبانو په بريدکې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
په بدخشان ولايت کې د مسافرانو په کاروان دطالبانو په بريدکې يو مسافر ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه پيښه دبهارک ولسوالۍ په منګل آب سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ عمومي لاره د ترافيکو پرمخ وتړله.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرسيد جهانګير کرامت باخترآژانس  ته وويل چې په دې بريدکې  يو مسافر ووژل شو او دوه تنه  نور يې ټپيان شول.
ټيک دهمدې بريد په وخت کې دپوليسومامورينو د مسافرانو د دفاع لپاره له يرغلګرو طالبانو سره په نښتې لاس پورې کړ .
دبدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې په دې پيښه کې يو وسله وال طالب ووژل شو؛ دوه تنه ټپيان او پنځه تنه نور يې ونيول شول .
په همدې حال کې د بدخشان ولايت د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو دټپي ملکي وګړو روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته