ورزش

د معلولينو د کرکټ ټيم تمرينونه پيل شول

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه  :
د هېواد د معلولينو د کرکټ ټيم خپل تمرينونه په کابل کې پيل کړل.
د کرکټ بورد وياند فريد هوتک نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو تمرينونوکې څلويښت تنه ورزشکاران د کرکټ فني او مسلکي لارې چارې زده کوي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغو تمرينونو په پاى کې د هېـــواد د معلولينو د کرکټ ټيم ته غوره څيرې انتخابيږي .
د ده د څرګندونو له مخې: دغه تمرينونه يوه اوونۍ دوام مومي .
پاى    سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته