کابل باختر/ دزمري دمياشتې ٥ :
د آيساف ځواکونه له پوليسو سره خپلو مشورتي همکاريو ته دوام ورکوي.
په لويديځ زون کې د آيساف قوماندان د هرات ولايت له امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي سره دغه ټکى اعلام کړ.
په دې کتنه کې د علاقې وړ موضوعګانو او د پوليسو د عملياتو د ترسره کولو او په هوايي او اکمالاتو برخو کې د آيساف د غوڅ ملاتړ په باب خبرې وشوې .
د هرات ولايت امنيه قوماندان د دغه ولايت دپوليسو ترمسووليت لاندې ساحو کې د ياغيانو د فعاليتونو د شنډولو په کارکې د ګډو امنيتي ځواکونو همکاري وستايله او ويې ويل: امنيتي ځواکونه بشپړه ځواکمني لري چې په ډيرو لرو پرتو سيمو کې د نا امنۍ په عواملو بريدونه وکړي.
په لويديځ زون کې د آيساف دمشورې ورکولو او دغوڅ ملاتړ دټيم قوماندان هم په هر راز شرايطو او حالاتوکې له امنيتي ځواکونو سره دنړيوالې ټولنې دهمکاريو ډاډ ورکړ.
0 1 دقیقه لوستل