امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په غور کې ووژل شول .

‘-کابل باختر د ثور يو ويشتمه : څلور تنه وسله وال طالبان پرون دغور ولايت دمرکز فيروز کوه ښار په مربوطاتو کې ووژل شول . دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي باختراژانس ته وويل دغه وسله وال طالبان له هغه وروسته ووژل شول چې ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند دکمر اب په سيمه کې د نوم ليکنې په مرکزونو بريدونه وکړل . نظامي وويل چې دطالبانو دغه بريدونه دامنيتي منسوبانو له تندغبرګون سره مخامخ شول چې له امله يې څلور تنه وسله وال طآلبان ووژل شول او دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او نور طالبان له ساحې څخه وتښتيدل . نظامي زياته کړه چې په دغه بريدونوکې دوګړنيو پاڅون کوونکو دوه تنه افراد هم ټپيان شوي دي . ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته