کابل باختر د لړم شپږمه :
د هرات د ولسواليو دجام دفوټبال سيالۍ پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل: په دې لوبه کې د اسلام قلعه او غوريان الف ټيمونولوبه وکړه چې لوبه د دريو په مقابل کې په څلورو سره د پنالټي په ګوزارونوسره د غوريان الف د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم وروستى پړاو ته لاره وموندله چې ټاکل شوې ده په وروستى پړاوکې د تورغندي ښارګوټى له ټيم سره لوبه وکړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ