ورزش

دنجونو دفوټبال سيالۍ په دوو لوبو سره دوام مومي.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
په کابل ښارکې دنجونو دفوټبال دانتخاباتي سياليو په دوام نن مازيګر دسنګر الف
ټيم له آشيانه ټيم او داستقلال ټيم د دانش له ټيم سره سيالي کوي .
دنجونو دفوټبال کميتې مسوولې هاجر ابوالفضل باختر آژانس ته وويل :
دغه سيالۍ چې له دوو اوونيو را په دې خوا دنجونو دفوټبال دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې  دهيواد دفوټبال فدراسيون په لوبغالي کې هره ورځ په دوو لوبو سره دوام  مومي.
دهاجر دڅرګندونو له مخې :  په دغو سياليو کې پرون د افغان ټيم پيوستون ټيم ته ماتې ورکړه او دعدالت ټيم د آينده سازانو پرټيم بريالى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته