کابل باختر د زمري نهمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيموکې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دجلا جلا عملياتوپه بهير کې اووه نوي تنه ډار اچوونکي ووژ ل شول څلور نوي تنه ټپيان او يوتن يې ونيول شو .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دغو عملياتو کې چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، غزني ، روزګان ، قندهار ، غور ، بادغيس ، بغلان ، فارياب ، بدخشان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول اووه نوي تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ