کابل / باختر/ د زمري لومړۍ
د افغان هنرمندې او انځورګرې مانيلا په واسطه انځوره شوې تابلو چې د ايران په مشهد کې ژوند کوي، نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي ته وسپارل شوه.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، انځورګرې مانيلا په دې تابلو کې هغه شېبه انځور کړې ده، چې د هېواد پياوړي شاعر ابو القاسم فردوسي يوه شهنمامه سلطان محمود غزني ته ډالۍ کوي.
دغه تابلو د انځورګرې په واسطه د بهرنيو چارو وزارت هيئت ته چې د دغه وزارت د فرهنګي اړيکو رياست د مرستيال رحيم پيرزاده په مشرۍ ايران ته تللى و سپارل شوې ، څو د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې وساتل شي .
رحيم پيرزاد د افغاني انځور ګرې دغه سوغات د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د هنرستان رييس محمد هاشم شارق ته وسپاره چې د کور وداني په ويلو سره ومنل شو.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل