ورزش

دفوټبال په جشنواره کې افغانستان دبنګله ديش په مقابل کې لوبه برابره پاى ته ورسوله او دهند په وړاندې يې ماتې وخوړه

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
له څوارلس کلني څخه ښکته دهيواد دځوانانو دفوټبال ټيم دجاپان  دفوټبال په جشنواره کې پرون سيالۍ په يوې برابرې او يوې ماتې سره پيل  کړه.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دمرستيال محمدياسين محمدي دڅرگندونوله مخې:  ددغو سياليو په پيل کې  چې پرون مازديګر په جاپان کې پيل شوې؛ دافغانستان ټيم دبنګله ديش له ټيم سره لوبه وکړه.
لوبه له ګول پرته پاى ته ورسيده او په دويمه لوبه کې  چې تيره شپه يې دهند له ټيم سره ترسره کړه؛ دهند ټيم وکولاى شو دافغانستان ټيم ته ديوې په مقابل کې په دوو سره ماتې ورکړي .
دغه سيالۍ د اسيا دجنوب د اتو ټيمونو ترمنځ دفوټبال دجشنوارې په نامه په جاپان کې پيل شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: په کابل کې دهيواد دفوټبال فدراسيون له خوا پرون دفوټبال څانګې ښوونکو ته روزنيز سيمينار جوړشو.
دهيواد دفوټبال فدراسيون مرستيال محمدياسين محمدي باختراژانس ته وويل: دغه سيمينار چې دفوټبال دپاى اويا پيل په نامه جوړشوى، پکې پنځه ديرشو ښوونکو چې پنځه تنه يې ښځې اوديرش تنه يې نارينه دي؛  ګډون لري  چې پنځه  ورځې دفيفا د روزونکي علي عسکر لعلي له خوا لوست ورکول کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته