امنیت

په دایکنډي کې د یوه سړي او دوو ماشومانو مړي وموندل شول

 کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
د یوه سړي او دوو ماشومانو مړي پرون د دایکنډي په ګجران ولسوالۍ کې وموندل شول.
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل آقا سجادي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه سړی او دوه ماشومان یې یوه اوونۍ مخکې د ګجران ولسوالۍ په سلمنجي سیمه کې د سوند توکو د راټولولو لپاره غره ته تللي وو چې طالبانو یې وتښتول او څو ورځې وروسته يې مړي وموندل شول.
هغه وویل چې تراوسه د هغوی د تښتولو علت نه دی معلوم، خو د پېښې په اړوند د پولیسو تحقیقات پیل شوي دي.
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته