کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه
د ١٩٤٩ ژينيوا کنوانسيونونو د تصويب ٧٠يمه کاليزه د جمهوري رياست د دويم مرستيال سرور دانش، د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين ادريس زمان، د کابينې د غړو او د بهرنيو ديپلوماټانو په ګډون په بهرنيو چارو وزارت کې ونمانځل شوه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړه: د افغانستان اسلامي جمهوريت د نړيوالې ټولنې د فعال غړي په توګه د دغو کنوانسيونونو د رعايتولو په برخه کې له بل هر وخت څخه زيات ژمن دى.
هغه دغه راز په بشري برخوکې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د بشر دوستانه همکاريو له امله چې په وروستيو څو لسيزو کې په افغانستان کې ترسره کړې دي، مننه وکړه.
ادريس زمان د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره د همکارۍ په برخه کې د بشر دوستانه نړيوالو سازمانونو پر ارزښتناک رول ټينګار وکړ.
پاى ج ذ