امنیت

امنيتي ځواکونو د کبوتر خانې او نچين په سيمو کې پرمختګ کړى دی

کابل/ باختر/ د مرغومي د مياشتې ١
د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د روانو عملياتو په پايله کې يې د نچين او کبوتر خانې  په سيمو کې پرمختګ کړي او پرمهال يې اويا تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د روزګان ولایت امنيه قومندان ولي جان سرحدي وويل په تېرو دوو ورځو کې د ګډو امنيتي ځواکونو له لورې د ترينکوټ ښار اړوند د نچين او کبوتر خانې په سيمو کې د وسله والو طالبانو پروړاندې عمليات پيل شوي کړي دي.
سرحدی زياتوي چې اويا تنو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو سره دغه سيمې له مخالفينو پاکې شوي دي.
دی وايي چې په دغو عملياتو کې پنځه دېرش تنه وسله والو مخالفين وژل شوي او څلويښت نور ټپيان دي.
د ده په خبره په تېرو څو مياشتو کې امنيتي ځواکونو ديری سيمې له وسله والو مخالفينو څخه نيولي ا و امنيتي پوستې په کې ځای پر ځای کړي دي.
قومندان وايي د عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې عامو خلکو ته زيان ونه رسيږي له همدې امله مو خپلو امنيتي سرتېرو ته لارښوونه کړي چې عامو خلکو ته بايد په هيڅ ډول زيان ونه رسيږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته