اقتصاد

دچين او افغانستان هوايي دهليز پرانستل شو.

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٥نيټه :    
دافغانستان _ چين ترمنځ هوايي دهليز نن  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس  محمد اشرف غني له خوا پرانستل شو .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ د دغه هوايي دهليز دپرانستلو په مراسمو کې  دکابينې يوشمير غړو او دولتي مقاماتو ګډون  کړي وو.
ددغه دهليز په لومړنۍ الوتنه کې شل ټنه  جلغورې له افغانستان څخه  چين ته  ليږ:دول کېږي .
د هېواد  جمهور رئيس د دغه هوايي دهليز دپرانستلو په وخت کې  وويل ؛ چې دلړ م دمياشتې ١٥نيټه  هرکال د جلغوزيو  د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
دافغانستان   دجلغوزيو محصولات په کال کې ٢٣ زره  متريک ټنو ته رسيږي. او له دې  وروسته د افغانستان په  نامه  او نښان  سره   نړيوالو بازارونو ته  صادريږ:ي .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته