کابل باختر د غبرګولي نهمه :
دهرات ولايت د امنيت تامينول دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دپاملرنې په مرکز کې ځاى لري.
د ظفر قول اردو قوماندان بريد جنرال نور الله قادري او د دغې قوماندانۍ مشرتابه هيئت دهرات ولايت له امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل سره وکتل او د هرات ولايت دملي پوليسو له ځواکونو سره د ملاتړ په لاره کې دظفر قول اردو د تياريو ډاډ ورکړ .
د هرات ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل هم دملي اردو دمنسوبينو دملاتړ له امله دقدردانۍ په ترڅ کې د هېواد او خلکو ساتنه د يوه ملي وجيبه وبلله.
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ