کابل باختر دزمري نههويشتمه :
ديوسلو پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت نن په پنجشير ولايت کې ديو جومات دجوړولوکار پيل شو .
دغه جومات ديوزرو شپږ سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې دپنجشير ولايت په پريان ولسوالۍ کې جوړيږي چې پنځه سوه تنه لمونځ کوونکي به پکې ځاى شي .
دپنجشير دوالي ويندوى عبدالکبير واثق دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه جومات دجوړولو لګښت د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ دبدلون او دوام دانتخاباتي ټيم له خوا ورکول کيږي .
دبدلون او دوام دانتخاباتي ټيم غړي احمد ضيا مسعود ددغه جومات دبنسټ دډبرې دايښودلو په مراسموکې وويل ، دغه ټيم په پام کې لري چې په راتلوونکي کې شپږ نور جوماتونه هم په دغه ولايت کې جوړيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ