کابل باختر د سلواغې دويمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې دهېواد دهوايي ځواکونوپه بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه دزرملې ولسوالۍ بازار ته څيرمه بريد وشو .
دپکتيا ولايت يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې بريد وشو . ويل کېږي په دې هوايي بريد کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې دډآر اچوونکو دسپرلۍ موټر هم له منځه تللى دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ