امنیت

څلور تنه تروريستان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دهرات ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې نښته د اوو تنو تروريستانو د مرګ ژوبلې سبب شوه .
دغه جګړه پرون د بند عمر د کلي په شاوخوا کې د امنيتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ ونښته چې له امله يې څلور تنه تروريستان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
له دې سره جوخت جګپوړو امنيتي مسوولينو د کشک کهنه ولسوالۍ ته سفر وکړ او له نږدې يې له خلکو سره د دغې ولسوالۍ د امنيتي حالت په باب خبرې وکړې .
د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي د دغه سفر په بهيرکې د امنيت په تامينولوکې د خلکو رول مهم وباله او له امنيتي ځواکونو سره يې د خلکو د همکارۍ د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه.
د ملي پوليسو دغه جنرال ټينګار کوي چې امنيتي ځواکونه له ياغيانو سره مقابلې ته تيار دي. دغه هيئت دغه راز د دغې ولسوالۍ د قومونو له مشرانو ، سپين ږيرو، مخورو، ځوانانو ، عالمانو او د پوهنې له کارکوونکو سره په جلاجلا کتنوکې له هغوى څخه وغوښتل چې له پخوا زياته له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د ظفر قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال زيارت شاه عابد هم د خبرو په ترڅ کې په کشک کهنه ولسوالۍ کې د پوليسو او د ملي اردو د صادقانه دندو او سرښندونو له امله قدرداني وکړه او د جنګي دندو د اجراکولو په وخت کې يې له ملي پوليسو سره د ملاتړ په کارکې تر خپل آمر لاندې پرسونل د محاربوي او اوپراتيفي تياري ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته