امنیت

خبرتیا

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٣مه
د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز د ښوونې او روزنې ریاست خبرتیا
د دولسمو ټولګیو هغه فارغانو ته چې مخکې یې د دوست هېواد ترکيې د نظامي بورسونو د آزموېني  لپاره د کابل ښار د جلب او جذب په مرکزونو کې نمونه لیکلي او د اسنادو له ارزونې وروسته د شرایطو وړ ګڼل شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د ۱۳۹۶ کال د وږې د میاشتې په ۱۵ نېټه، د سهار په اووه ( ۷ ) بجو، په خواجه رواش کې د هوایی قواوو په لویې قوماندانۍ  کې د آزموینې لپاره حاضر وي .#
پاى_ج
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته