نړۍ

په پيښور کې دبم د چاودنې له ا مله ١٧ تنه ووژل شول.

پيښورباختردسرطان ٩
دپيښور ښاربده بيرې ته څيرمه دپوليسو دپلټنې يوه تم ځاى ته څيرمه په موټر کې دايښودل شوي بم د چاودنې له ا مله څه نا څه ١٧ تنه ووژل شول او ٣٢ تنه نورټپيان شول .
باختراژانس ددان دانترنيتي سايت له خولې خبر راکړ : چې دغه چاودنه په امنيتي کاروانونو د بريد په مقصد طرحه شوې وه .
دپيښور ښار دکميشنري مرستيال رسنيو ته وويل چې په دې پيښه کې ١٧ تنه ووژل شول او ٣٢ تنه نور چې زياتره يې امنيتي ځواکونه و، ټپيان شوي دي .
دپوليسو دڅرګندونې له مخې په دې چاودنه کې نږدې پنځوس کيلو ګرامه چاوديدونکى توکي کارول شوي وخودا معلو مه نه ده چې دغه بم له لري واټن څخه کنتروليده اويا دځانمرګي بمي يرغلګر په واسطه ترسره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته