امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٤ :
د ملي اردو ځواکونو په قندهار ولايت کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل او دوه تنه نور يې ټپيان کړل.
په قندهار ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ د عامه  چارو آمر ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو د ځواکونوله خوا د قندهار ولايت د ميانشين او ميوند د ولسواليو په مربوطاتوکې  ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه عمليات د ميوند او ميانشين د ولسواليو  د نا امنوساحودپاکولو په مقصد پيل شوي دي او په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو  له شتون څخه د دغو ساحو تر پاکولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته