ټولنه

د خروار ولسوالۍ خلک دځا ني دفاع ډلې جوړ وي

پل علم باختر د مرغومي ١٩ مــــــه

دلو ګر ولايت د خروار ولسوالۍ اوسيدونکى دقو مې ځا نې دفاع دډلو په جوړولو لاس پوري کوي

 ددغې ولسوالۍ او سيدونکو نن په يوه غونډه کې ددښمنا نو پرخلاف ددفاع په مقصد تياري اعلام کړ .

 د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته د لو ګر د والي ويندوى دڅرګند ونو له مخې په دې غونډه کې چې ددغى ولسوالۍ دشپږو کليو دزيات شمير استا زو ، ملکي او پوځې مسوولينو په ګډون په دغې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه د خروار ولسوال ثمر ګل د بيا رغا ونې او جوړ ولو په برخو کې د ترسره شويو اقدا ما تو ياد ونه و کړه .

ورپسي د لو ګر ولايت مرستيال شجاع الدين شجاع ددولت له خوا ترلاس لا ندې نيول شويو اقدا ما تو ، د سيمه ييزو پو ليسو اونورو امنيتې ځوا کو نو د جوړولو په باب معلو مات ورکړل

 د والي ويندوى وويل په دې غونډه کې د ولايتې شورا رئيس عبدالوکيل ، امنيه قوما ندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني اود ملي امنيت درياست مرستيال د خروار ولسوالۍ د خلکو د هغو ولولو له ا مله چې دسو لې د تا مينولو اوټولګټو تاسيسا تو دسا تنې په لاره کې يې څرګند کړي دي د مننې په ترڅ کى ژمنه و کړه چې په نږدي راتلو نکى کې له پيښو سره د مبار زي د تياري د اداري له خوا پنځه سوه ټنه غنم او ددولت بهر نيو مرستندويو مو سسو د مرستو په لسګو نو ټنه خورا کى او لګښتې تو کى به ددغى ولسوالۍ د خلکو په واک کې ور کړي شي

دغه را ز هغه بنديان چې د خروار ولسوالۍ اصلي اوسيدو نکى دي د بګرام له جيل څخه ا زاد او له خپلو کورنيو سره به يوځاى شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته