سیاست

د جګړې د قربانیانو له کورنیو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه مشورتي ناسته وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۷ مه / باختر
د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي او د قومونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د جګړې د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره وکتل.
باختر آژانس ته د سولې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې چې له بېلابېلو خلکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو پر دوام جوړه شوې وه لومړی د جګړې د قربانیانو د کورنیو غړو د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه، لیدلوري او پوښتنې شریکې کړې.
د جګړې د قربانیانو کورنیو د سولې په برخه کې د هر اقدام د ملاتړ په څرګندولو سره وویل حکومت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت  رهبری باید د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.
هغوی ټینګار درلود چې سوله غواړي؛ خو په ورته مهال یې غوښتنه کوله چې د سولې په مذاکراتو کې باید د جګړې د قربانیانو ځای له پامه و نه غورځول شي او د دوی مادي او معنوي حقونه باید خوندي شي.
د ناستې ګډونوالو همدا راز وویل دوی داسې سوله غواړي چې په پایله کې یې دیني، مذهبي او فکري سخت‌دریځي مهار شي او ټول خلک ځان د سولې په بهیر کې شامل وویني.
هغوی دغه راز د سولې په مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د کورنیو د غړو د فزیکي حضور غوښتنه کوله.
د ناستې پر دوام د جمهور رييس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ګډونوالو د نظرونو تر اورېدو وروسته د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وویل.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې د حکومت او د وزارت  رهبري هڅه کوي د سولې په بهیر کې د جګړې د ټولو قربانیانو غږ واوري؛ خو د دغه کار د شوني کولو لپاره اړتیا ده چې دغه غږونه او غوښتنې په خپله د دوی له خوا منسجمې شي.
ده ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې برخه کې د جګړې د قربانیانو له ټولو کورنیو سره همکار او هم‌لاری دی او اړتیا ده چې دغه کورنۍ هم په یوځای کېدو سره د واحد غږ رامنځته کولو په برخه کې له وزارت سره همکاري وکړي.
رحیمي وویل د سولې د مذاکراتو په جریان کې به د جګړې د قربانیانو د استازو ګډون ته زمینه برابروي چې یې غږ واورېدل شي.  پاى- ن-ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته