امنیت

د طالبانو يو مشر معتصم آغاجان بې درکه دى

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
ټاکل شوې ده د سولې عالي شورا د طالبانو د مشر تابه د يو غړى ملا معتصم آغاجان د بې درکه کيدو څرنګوالى وڅيړي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د سولې دعالي شورا يو غړى چې ويې وغوښتل نوم يې ياد نه شي؛ له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل: ټاکل شوې ده د سولې عالي شورا په متحده عربي اماراتوکې د ملامعتصم آغاجان د بې درکه کيدو د څرنګوالى په خاطر غونډه وکړي.
داسې رپوټونه شته چې متعصم آغاجان له دوو اوونيو راپه دې خوا په متحده عربي اماراتوکې بې درکه دى. ده په همدې موده کې له خپلې کورنۍ سره چې په ترکيه کې ژوند کوي او له خپلو دوستانو سره اړيکه نه ده نيولې.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو وزارت ويندوى احمد شکيب مستغني د طالبانو د مشرتابه ددغه غړي بې درکه کيدل تاييدکړل او ويې ويل: ددغې موضوع د روښانه کيدو لپاره د متحده عربي اماراتو له مقاماتو سره زموږ اړيکې دوام لري.
داسې خبرونه شته چې ښيي متعصم آغاجان د متحده عربي اماراتو له حکومت له خوا نيول شوى خو ددغه هيواد د حکومت رسمي خبرځايونو دغه خبر نه دى تاييد کړى.
افغان او د سولې د عالي شورا مقاماتو تراوسه پورې څو ځلې له معتصم آغاجان سره خبرې کړې دي چې دغو خبرو پرمختګ درلود.
جاويدکوهستانى وايي چې پاکستاني استخبارات او پوځيان د متحده عربي اماراتو د سلطنتي کورنۍ له ځينو کړيو سره نږدې اړيکې لري او له شک پرته هر مصيبت چې په معتصم آغاجان دى؛ يواځې د پاکستان د استخباراتو کار دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته