سیاست

د عوامي نشل پارټۍ د رهبرۍ هیات مشر غړي افضل خان لالا، په افغانستان کې د عاشورا د ورځې په مراسمو تروریستي بریدونه په کلکه غندلي دي

د عوامي نشل پارټۍ د رهبرۍ هیات مشر غړي افضل خان لالا، د کابل، مزار شریف او د کندهار په ښارونوکې د عاشورا د ورځې په مراسمو تروریستي بریدونه په کلکه غندلي دي.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې د جمهور رييس دويندوى ددفترله لارې دباختراطلاعاتي اژانس ته رسيدلى ده ويل شويدي

د عوامي نشل پارټۍ د رهبرۍ هیات مشر غړي افضل خان لالا د عاشورا په ورځې د مراسمو په تروریستي او خونړیو بریدونوکې د یو ګڼ شمېر افغانانو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړې او دا بریدونه یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو پرخلا ف د بشریت پر وړاندې ستر او نه بخښوونکی جنایتونه بللي دي.

افضل خان لالا په افغانستان کې د عاشورا د ورځې په مراسموکې د اوښتې مرګ ژوبلې له امله  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د افغانستان ټولوخلکو،دشهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.

افضل خان لالا په دغو پیښو خپله  ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي کلونه کلونه کیږي چې افغانستان اوسیمه  د جګړې او د دا ډول غیر اسلامي او غیر انساني له تشدد څخه د ډکو نا روا عملونو په اورکې سوزي چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون بې ګناه انسانان له منځه ځي.

ده ټینګار کړی چې ډیر ژر دې د ترهګرۍ پر خلاف سیمه ایزه او نړیواله ګډه  مبارزه لا پیاوړې شي چې په سیمه او نړۍ کې د دغې خونړۍ پدیدې جرړې له منځه، یو ړل شي او د دې سیمې خلک په سوله، امن او نیکمرغۍ کې له یو بل سره د وروګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته