ورزش

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې

کابل / د لړم٢٦/ باختر:
په کابل کې پرون د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې لوى رياست رسنيز غړى مجيب قاري زاده رسنيو ته وويل: په دې سياليو کې د کابل له کلپونو څخه ١٨٠ لوبغاړو ګډون کړى دى.
د مجيب د معلوماتوله مخې؛ دغه لوبې د بدني روزنې او ورزش لوى رياست د سوک وهنې په لوبځاى کې د ٦ ورځو لپاره ترسره کېږي.
هغه وويل: د دې لوبو موخه د کابل غوره لوبډلې ته د ښه لوبغاړو انتخابول دي.
دا سيالۍ هرکال په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې او ورزش لوى رياست له خوا ترسره کېږي چې په پاى کې ٢٦ غوره لوبغاړي ترې انتخابېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته