فرهنګ

پوهاند باوري په باميانو کې ددوو فرهنګي پروژو دکار په ګړنديتوب ټينګار وکړ

کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنرمعين پوهاند محمد رسول باوري نن په کابل کې دجاپان سفارت له مستشار سره په کتنه کې دباميانو د مجسمو دټينکښت او په دغه ولايت کې ديوفرهنګي  مرکز دجوړولو په اړوند خبرې وکړې . دباختراژانس دخبرله مخې،  په دې کتنه کې  دجاپان دسفارت مستشار  په ننګرهار کې دوروستى پېښې په خاطر چې ديوجاپاني تبعه دوژل کېدوسبب شوه دافغانستان دخلکو اوحکومت د غمشريکي له امله مننه وکړه.
هغه زياته کړه چې دغه پېښې دافغانستان او جاپان ترمنځ په اړيکو منفي اغيزه نه کوي اوجاپان په بېلابېلو اوپه تېره بيا  فرهنګي برخو کې له افغانستان سره خپلو  همکاريو ته دوام ورکوي .
دفرهنګ  او هنرمعين دباميان دمجسمو دټينګښت اوپه باميانو کې دلرغون پېژندنې ديو مرکز دجوړولو دپروژو دکار دګړندي کولو او دغه راز په فرهنګي برخوکې ددغه هېواد دمالي مرستو په اړوند له جاپاني ډيپلومات سره خبرې وکړې
  دغه راز پوهاند باوري دجاپان له مرستو  څخه په مننې  سره څرګنده کړه چې داطﻻعاتواوفرهنګ وزارت ددغو پروژو دکار دګړندي کولو او دنورو فرهنګي پروژو  ته چې دجاپان له خوا په افغانستان کې تطبيقېږي   دلازمو اسانتياو برابرولو اوهمکارى ته چمتو دى .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته