کابل باختر د سلواغې نهمه :
په ننګرهار ولايت کې په دوو جلا جلا پيښو کې درې تنه پرون له يوې اندازې نشه يي توکوسره ونيول شول .
دغه کسان د ننګرهار ولايت دهسکې مينې په ولسوالۍ او دکابل _ جلال اباد دلويې لارې په اوږدوکې ددورنټې په ساحه کې هغه وخت ونيول شول چې ددغو نشه يي توکو په قاچاقو بوخت و .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې له دغو قاچاق وړونکو څخه نهه شپيته کيلوګرامه اپين اونږدې شل کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي .
شيرزاد وويل نيول شويوکسانوپه مهارت سره دنشه يي توکو دغه انډې په کرولا موټرونوکې ځاى پرځاى کړي و او يوه يې د کابل په لور او بل يې دجلال اباد ښارته دهغو دقاچاقو هلې ځلې کولې .
1 1 دقیقه لوستل