کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر
په بغلان ولايت کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه له منځه يوړل شوه.
د ځانګړو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د کومانډو ځواکونو د نوي بغلان ولسوالۍ په غلام باى کلي کې په چاڼيزو عملياتوکې د وسله طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه کشف او ویجاړه کړه.
هغه زياته کړه چې د کومانډوځواکونو په عملياتوکې د نوي بغلان ولسوالۍ د غلام باى کلى د دښمن له شتون څخه پاک شو.
پاى ذ