امنیت

د پوليسو يو سرتيرى په هرات کې د يرغلګرو د ډزو له امله ووژل شو

کابل باختردسلواغې دمياشتې  ١٦ :
د تورغنډى په  لاره کې د سرحدي پوليسو په ځواکونو د وسله والو تروريستانو د ډزو له امله دپوليسو يو سرتيرى شهيد او يو تن بل ټپي شو.
د هرات ښار د مرکزي روغتون مسوولين وايي چې د دغې پيښې يو ټپي نن سهار دغه روغتون ته وليږدول شو.
شيرزي وويل چې دغه پيښه د بغرچر د بند په ساحه کې رامنځته شوه .
د هرات دمرکزي روغتون وياند د ټپي پوليس روغتيايي حالت ښه وباله او ويې ويل چې ټپي اوس تر درملنې لاندې دى .
له دې سره جوخت د يوه ناپيژندل شوي ځوان مړى تيره شپه دهرات ښار مرکزي روغتون ته وليږدول شو.
د روغتون مسوولين وايي چې ددغه ځوان مړى تيره شپه د کمرکلاغ له ساحې څخه  روغتون ته وليږدول شو او تر اوسه پورې خپلوان يې نه دي پيدا شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته