سیاست

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست له نوماندانو سره مرکې وشوې

کابل_باختر د کب د مياشتې١٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست له نوماندانو سره مرکې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغو مرکو په بهیرکې چې په ارګ کې وشوې او په هغه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله هم حضور درلود، له خواجه محمد عصامي، احمدالله ارچیوال، امام محمد وریماچ، عبدالرحیم داوود رحیمي، پوپل حبیبي، عبدالعزیزصمیم، احمدشاه زمانزي او سیدجمال‌الدین صاحب‌زاده سره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست لپاره جلا جلا مرکې وشوې.
د ټاکنو د نوي قانون د ۲۲مادې په اساس د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مکلف دي چې د یو راڼه بهیر له لارې د دارالانشا ریاستونو ته په شرایطو برابر نوماندان تشخیص کړي او د منظورۍ په خاطر یې لېست جمهوري ریاست ته وسپاري.
په پام کې ده له هر اړخیزې ارزونې وروسته د یادو نوماندانو له منځه یو تن د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رئيس په توګه اعلان شي.
د یادونې وړ ده چې د محمدرضا کاتب په نوم یو نوماند په یو رسمي سفر له هېواد بهر دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته