امنیت

شپږشپيته تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥ :
د ملي دفاع  وزارت  دهېواد دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  د اتلسو تنو داعشيانوپه ګډون د شپږ شپيتو تنو ډاراچوونکو دوژل کيدو خبرورکړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دغه عمليات  د هوايي او توپچي قوتونوپه ملاتړ د ننګرهار ، لغمان ، کاپيسا،پکتيا،  روزګان ، قندهار ،فراه ، هرات ، تخار ، بغلان ، کندز اود هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شول چې له امله يې داتلسو تنو داعشيانو په ګډون شپږ شپيته تنه  ډار اچوونکي او د  وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان  ووژل شول .
ددغو عملياتو په دوام  دغه راز دطالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون نهه ديرش تنه ډاراچوونکي  ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته