امنیت

نهه تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې دهوايي ځواکونو له خواووژل شول

کابل باختر د غبرګولې څلورمه ٩ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې د نويو هوايي بريدونو په بهير کې ووژل شول .. په دغو ډار اچوونکو تيره شپه په ماڼوګى ولسوالۍ کې ددوى په مرکزونو بريدونه وشول . دهېواد په ختيځ کې د٢٠١ سيلاب قول اردويوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دبې پيلوټه الوتکو په دې هوايي بريدونوکې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول . ده وويل دغه ډار اچوونکو دطالبانو او داعشيان په ډلې پور ې اړوند دخپلو مرکزونو په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريدونه پرې وشول . ديوبل خبرله مخې، پوځيانو په کونړ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو ددوه ډيپو ګانوپه کشفولو بريالي شوي دي . دغه ډيپوګانې داسعد اباد ښار ته څيرمه او دسوکي ولسوالۍ د طالبانو په يو پټنځي کې موقعيت درلودچې له هغه څخه يوشمير سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په کونړ ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه . امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل . ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته